کرملين جوبايډن تورن کړی، چې د اوکراين جګړې ته پکی وهي.
دا په داسې مهال ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ ويلي، چې اوکراین په روسیه کې د دوی له خوا د ورکړل شویو لرې واټن ویشتونکو توغنديو د کارولو اجازه لري.
کيېف له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوله، چې د متحده ایالاتو له خوا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ترلاسه کړي، ترڅو د روسیې پوځي اهداف په نښه کړي.
د يادونې وړ ده، چې د جوبايډن ياده پرېکړه د روسيې د ګڼو چارواکو له غبرګونو سره مخ شوې ده.
دغه راز د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ګواښ کړی، چې مسکو به د روسیې پر خاوره د امریکا د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو پر مرسته د اوکراین د احتمالي بریدونو پر وړاندې کلک ځواب ورکړي.
ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د روسیې دائيمي استازي واسیلي نبنزیا ویلي، چې د لویدیځ له لوري کيېف ته ورکړل شوې هېڅ وسله نه شي کولی، اوکراین د جګړې په ډګر کې له ماتې وژغوري. د يادونې وړ ده، چې د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې بريا د اعلانولو پر مهال ويلي، چې نوموړی به د اوکرين جګړه پای ته ورسوي.