د کونړ د اقتصاد ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ پروژو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د اقتصاد رییس ویلي چې دغه پروژې د ډي.آر.سي. او یو.ان.ډي.پي. موسسو په مالي ملاتړ په مرکز اسعداباد او سرکاڼو ولسوالۍ کې پلې کېږي.
مسوولینو زیاته کړې چې په دغو پروژو کې د ۵۸۵ متره په اوږدوالي استنادي دېوال، د یوه سړک جوړونه او د ۶ کيلو متره کانال پاکول شامل دي. مسوولینو وړاندې ویلي چې ددې پروژو چارې به دوه میاشتې په بر کې ونیسي، چې لسګونو بېکارو ځوانانو ته به پکې کارموندنه هم وشي.