د روسیې د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن سهار(سه شنبه، لړم ۲۹مه) اوکرایني ځواکونو د روسیې بریانسک سرحدي سیمه په شپږو بالیسټیک توغندیو ویشتې ده.
ویل کیږي چې دا توغندي په امریکا کې جوړ شوي دي.
تر دې وړاندې مسکو ویلي و چې اوکراین ته د لرواټن ویشتونکو توغندیو ورکړه او د کارونې اجازه د لوېدیځ او مسکو د مستقیمې جګړې په مانا ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن وویل، د اوکراین له خوا په امریکایي توغندیو د روسیی پر خاوره بریدونه د دې ښکاره نښه ده چې لوېدیځ غواړي جګړه لا پسې پراخه کړي.