ډېر لوستل شوي

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ازبيکستان د نوي ګومارل شوي سفير باورليک منلی

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي په کابل کې د ازبيکستان د نوي ګومارل شوي سفير ايبک عثمان‌اوف باور ليک په رسمي توګه منلی دی.

د ياد وزارت د وياند مرستيال حافظ ضيا‌ احمد تکل نن د يوې خبر پاڼې په خپرلو سره ويلي، چې په کابل کې د ياد هېواد نوي ګومارل شوي سفير د باورليک د وړاندې کولو پر مهال ژمنه کړې، چې د خپل ماموريت پرمهال به د کابل او تاشکند ترمنځ د اړيکو د لا ټینګښت په برخه کې هڅې وکړي.

دغه راز، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د ازبيکستان نوي سفیر ته ډاډ ورکړی، د چارو په ترسره کولو کې به ورسره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وقت ټینګې شوې دي.

اړوند خبرونه