ډېر لوستل شوي

د کندهار-هرات پر لویې لارې د ۸ جوماتونو ودانیزې چارې پيل شوې

ټولګټو وزارت د کندهار ــ هرات پر لویې لارې د ۸ جوماتونو د ودانيزو چارو له پيل څخه خبر ورکړی دی.

دې وزارت ويلي، د جوماتونو دغه ودانيزې چارې د شاوخوا ۲۵۹ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شوې دي.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق شناس په وينا، چې د يادو جوماتونو چارې به د يو کال په موده کې بشپړې شي. د ويلو ده، چې  ټولګټو وزارت له دې وړاندې د کابل ــ کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د ۶ جوماتونو د جوړونې د چارو له پيل څخه خبر ورکړی و.

اړوند خبرونه