قطر يو ځل بيا په دې هېواد کې د حماس د سياسي دفتر په رسمي ډول تړل کيدل رد کړي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د قطر د بهرنيو چارو وزارت د وياند مجاد الانصار له قوله ليکلي، چې د حماس غورځنګ مرکچي پلاوی په دوحه کې نشته؛ خو ياد دفتر په دائيمي ډول نه دی تړل شوی او بيا به پرانيستل شي. نوموړي زياته کړې، چې د حماس غورځنګ او اسراییلو ترمنځ یې د منځګړیتوب بهیر ځکه ځنډولی، چې دواړه لوري اوربند ته غاړه کیږدي.