د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجيب الله حيات حقاني د انټرنټ په نړيوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.
دغه کنفرانس تېره ورځ د (نومبر مياشتې ۱۹ مه) د چين هېواد په “ووژن” ښار کې پيل شوی او د يادې مياشتې تر ۲۲مه نيټې به دوام وکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند عنايت الله الکوزي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دې وزارت سرپرست له مل پلاوي سره د کوربه هېواد په رسمي بلنه ياد کنفرانس کې ګډون کړی دی. په ياده خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی حقاني به د بېلا بېلو ټاکل شویو برنامو سربېره د یاد کنفرانس غړو هېوادونو د وزیرانو په کچه ناسته کې هر اړخیزه وینا هم ولري.