د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو کچه د تېر کال په پرتله ډېره شوې ده.
د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، ایران د روان کال په ۹ میاشتو کې نږدې ۵۶۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستنې منځنۍ کچه هره ورځ ۲۰۴۰ تنو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران سربېره ترکیه کې هم له افغان کډوالو سره د زور زیاتي پېښې زیاتې شوي.