ډېر لوستل شوي

د لر واټن ویشتونکو توغندیو سیالۍ؛ مسکو پر کییف برید کړی

پر روسیې د کییف تر برید وروسته دا ځل مسکو د اوکراین پر خاوره برید کړی دی.
مسکو دا بالسټیک توغندي نن(پنجشنبه، لیندۍ لومړۍ) د اوکراین پر دنیپرو ولایت ویشتي دي.
د آر.اېس-۲۶ رابېز دا توغندی د ۶۰۰۰ کیلومټرو په واټن آن نورې لویې وچې هم ویشتلی شي.
روسیه دا توغندي وروسته له هغې توغوي چې دوې ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته د لر واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړه.

اړوند خبرونه