د رييسالوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په غزني کې ميشتې “درېيمې پلي محمدي لواء” څخه ليدنه کړې ده.
د ملي دفاع وزارت نن (پنجشنبه، ليندۍ لومړۍ) په خپل اېکس د ښاغلي عبدالکبير د ليدنې خبر ورکړی دی.
رييسالوزراء سياسي مرستيال په دې ليدنه کې د يادې لواء منسوبينو او مجاهدينو ته هر اړخيزه وينا کړې او د دوی قربانۍ يې ستايلې دي.
ښاغلي مولوي عبدالکبير په ياده ليدنه کې منسوبينو او مجاهدينو ته دغه راز سپارښتنه کړې، چې نيتونه مو اصلاح کړئ او خپله اساسي موخه مو دالله تعالي رضايت وګرځوئ.
د ويلو ده، چې د اسلامي امارت چارواکي وخت نا وخت له خپلو منسوبينو او مجاهدينو سره له نږدې کتنې کوي، چې تر څو يې ستونزو ته پر وخت رسيدنه وشي.