کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پکتيکا په بېلا بېلو ولسواليو کې له يو زر او ۱۷ راستنو شويو، بېځایه شويو او اړمنو کورنيو سره د مرستې خبر ورکړی دی.
ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه مرستې د دې ولايت د مرکز ښرنې سربېره خوشامند، جانيخېل، يحيی خيل، زرغونښار وازه خوا او يوسف خېل ولسوالیو کې شوې دي.
دغه مرستې د ياد ولايت د کډوالو چارو رياست په همغږۍ د “سي.ايچ.اې” مؤسسې په مالي ملاتړ ترسره شوې دي.
مسوولينو په وينا، له دې ۶۰۰ کورنيو څخه هرې يوې ته ۱۴ زره ۱۱۰ او دغه راز ۴۱۷ نورو کورنيو هرې يوې ته ۵ زره ۲۲۰ افغانۍ وېشل شوې دي. د ياد وزارت له لوري دغه مرستې په داسې مهال کېږي، چې تېره اونۍ کويټ هېواد له لوري د ملګرو ملتونو د افغانستان همغږۍ کوونکې ادارې (اوچا) سره تازه مرسته شوې ده.