ډېر لوستل شوي

ډاکتر محمد نعيم په قطر هېواد کې د اريتريا سفارت په کلتوري جشنواره کې ګډون کړی

په دوحه کې د افغانستان سفارت سرپرست ډاکتر محمد نعيم په قطر هېواد کې د اريتريا سفارت د کلتوري جشنوارې په نمانځ‌غونډه کې ګډون کړی دی.

په دوحه کې د افغانستان سفارت نن (پنج‌شنبه، ليندۍ لومړۍ) په خپل رسمي اېکس پاڼه د ښاغلی ډاکتر نعيم د ګډون خبر ورکړی دی.

په ياده غونډه کې د قطر هېواد د چارواکو سربېره په دې هېواد کې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو هم ګډون کړی وو. د يادونې وړ ده، چې په دوحه کې د افغانستان سرپرست سفير د اريتريا هېواد د سفارت په رسمي بلنه په دې جشنواره کې ګډون کړی دی.

اړوند خبرونه