د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، نن(شنبه، لیندۍ درېیمه) د افغانستان په چارو کې د چين ځانګړي استازي يوشيايونګ او کابل کې د پیکنېګ له سفیر ژاو شینګ سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سرحدونو، پانګونې او نورو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.
دې ناسته کې د ملي دفاع سرپرست وزیر چین د افغانستان شریک ګاونډی او نږدې همکار بللی او پر ګډو همکاریو یې لا ټينګار کړی دی.
ورته مهال، ارګ په کابل کې د چین د سفیر او د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کتنې خبر هم ورکړی دی.