د صنعت او سوداګري وزارت سرپرست نورالدين عزيزي بلخ ته د سفر پرمهال ويلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې افغانستان په صنعت او سوداګرۍ کې له نړۍ سره سيال کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زياته کړې، که څه هم د هېواد په صنعتي برخه کې د عوایدو کچه کمه ده، خو په وینا یې عواید يې شفاف دي او د خلکو د ملاتړ لپاره کارول کیږي. د ويلو ده، چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر به بلخ ته په سفر کې د یو شمیر کارخونو پرانېسته هم وکړي.