د افغانستان، ازبيکستان، قزاقستان او چين ترمنځ د اور ګاډي پټلۍ د نوي رامنځته شوي دهليز له لارې لومړۍ جوپه هېواد ته راوسيده.
مسوولين وايي، چې دغه اورګاډي شل ورځې وړاندې له چين هېواد څخه حرکت کړی و، چې نن (شنبه، ليندۍ درېيمه) هېواد ته را ورسېد.
په دې جوپه کې ۵۵ کانټينره د افغان سوداګرو برېښايي وسايل، جامې، رختونه او چينايي وسايل شامل دي. د ويلو ده، له چین څخه د حیرتانو بندر ته د یاد اورګاډي د رارسیدو لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم ورغلی دی.