ډېر لوستل شوي

پاکستان په زرګونه سوالګر ممنوع‌الخروج اعلانوي

د راپورونو له مخې، پاکستان د ۴ زره او ۳۰۰ سوالګرو نومونه له دغه هېواده د ممنوع‌الخروج کسانو په لېست کې شامل کړي دي.

پاکستان وروسته له هغې دا پریکړې کوي، چې د یاد هېواد د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د سعودی عربستان له يوه پلاوي سره په کتنه کې سعودي عربستان د حج او عمري په نامه د ورتلونکوونکو سوالګرو د مخنیوي ژمنه کړې وه.

تر دې وړاندې “رياض” خبر داری وکړی و، که چېرې پاکستان یاد هېواد ته د ورتلوونکو پاکستانیو سوالګرو مخه ونه‌نيسي د دې هېواد د ” حج او عمرې ” په ویزو کې به کوالی راولي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مهاله د حج او عمري په مراسمو کې له ۵۰ زره ډېر پاکستاني سوالګر په ګوته شوي دي.

اړوند خبرونه