په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په بغلان کې د ۱۰ لمونځ کوونکو وژنه غندلي او په دې تړاو یې د څیړنو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما په خپله اېکس پاڼه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له اسلامي امارت څخه يې په دې برخه کې د څیړنو غوښتنه کړې ده. له دې وړاندې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت هم په یاده پېښه خواشیني څرګنده کړې وه او په اړه یې د څیړنو له دوام څخه خبر ورکړی و.