د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت په کابل کې ۱۰۰ تنو مستحقو معلولينو ته د “ويلچرونو” د ورکړې خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، چې دغه ويلچرونه د کابل د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د “يفت” خيرې مؤسسې سره په همغږۍ ورکړل شوي دي. د يادونې وړ ده، چې دغه “ويلچرونه” د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رييس قاري شمس الامين زهير، د وزارت د پرمختيايي پروژو د تطبيق څخه د څارنې او ارزونې امر ملا مطيع الله ابوالمختار او د “يفت” مؤسسې مرستيال راشد حيدري په شتون کې وېشل شوي دي.