ډېر لوستل شوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اډانه کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې ریاست جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې د جهادي ارزښتونو د خوندیتوب په نوم عمومي ریاست خپلې چارې پیل کړي دي.
ددې ریاست چارواکو نن( یکشنبه، لیندۍ څلورمه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ خپله لومړۍ ناسته کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په دغه ناسته کې وویل چې یاد ریاست به درې مهمې چارې چې جهادي موزیم، مستندونه او لیدنیزې او اوریزې برخې بکې شملې وي، رانغاړي.
ښاغلي خیرخواه زیاته کړه: د دغه ریاست اصلي موخه دا ده، چې د اشغال پر وړاندې د افغانانو د مېړانې او سرښندونو مستند مواد راټول کړي او په یوه مشخص ارشیف کې وساتل شي.
د نوموړي په قول، د دغه عمومي ریاست د جهادي موزیم برخه به د انګرېزانو، پخواني شوروي اتحاد او امریکا پر وړاندې د جهاد په ډګر کې پاتې شوي اثار راټول او یوځای کړي.
هغه ټینګار وکړ، د دې ریاست له لوري مستند تاریخ به د مجاهدینو د قربانیو، ښېګڼو، مبارزې او سرښندنو، د اشغالګرو د ظلمونو او وحشت او همدارنګه د افغان ولس د مظلومیت ښکارندويي کوي، چې له هر ډول لاسوهنې پرته به راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي.

اړوند خبرونه