ډېر لوستل شوي

د اقلیمي بدلونونو د جبران په موخه؛ شتمن هېوادونه ۳۰۰ میلیارده ډالره ځانګړي کوي

اذربایجان کې د اقلیمي بدلونونو په تړاو د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه (کاپ ۲۹) کې پرېکړه شوې، چې شتمن هېوادونه به تر ۲۰۳۵زېږدیز کال پورې، هر کال ۳۰۰ میلیارده ډالره د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د قابو کولو لپاره بې‌وزله هېوادونو ته ځانګړي کوي.
د دې پرېکړې عملي کول به راتلونکې کال کې پیل شي او تر ۲۰۳۵م به ټولټال ۱.۳ ټریلیون ډالره بودیجه ټوله شي، چې پاتې برخه به له خصوصي سکټور او نړیوالو مالي سرچینو ترلاسه کېږي.
یاده دې شي، چې افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې اقلیمي بدلون خورا ځپلی دی.

اړوند خبرونه