ډېر لوستل شوي

د دولت له خوا د غنمو د پېر لړۍ؛ کندهار کې ۱۸ سوه مټریک ټنه غنم رانیول شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کندهار کې د ۱۸ سوه مټریک ټنو غنمو د رانیولو خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې سږکال به له دې ولایت څخه ۵ زره او ۱۰ مټریک ټنه غنم وپېرل شي.
د مسوولینو په وینا، پاتې غنم به هم په راتلونکو څو ورځو کې په رڼه توګه وپېرل شي.
د اقتصادي چارو پوهان وایي، چې د حکومت دا ګام به بزګران وهڅوي او هم به ورسره د غنمو د قاچاق مخنیوی وشي.

اړوند خبرونه