د تېرې لړم مياشتې په اوږدو کې هېواد ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې ۲ زره او ۳۵۰ بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبت شوی دی.
د احصايي او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې یو زر او ۲۳۸ کسان د ځمکنيو بندرونو او ۴۸ تنه نور د هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.
د يادو کسانو له ډلې ۲۲۴ تنه د هېواد د لرغونو او تاريخي سيمو د ليدنې او پاتې نور يې د کار په موخه افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپانې له مخې، تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نيمروز او هرات د هوايي ډګر او بندرونو او دغه راز د تورخم او حيرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او تللي دي. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت په بيا وکمنيدو سره هېواد ته د بهرنيو وګړو په تګ او راتګ کې ډېروالی راغلی دی.