ډېر لوستل شوي

تاجکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا تړون وغځول شو

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې له تاجکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ ميلادي کال لپار بيا لاسليک شوی دی.

د دې شرکت د خبرپاڼې له مخې، ياد تړون د افغانستان د برېښنا شرکت د اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالباري عمر او د تاجکستان د برېښنا شرکت د رييس محمد عمر عسازاده ترمنځ لاسليک شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تړون د يادو چارواکو ترمنځ په ترکيې هېواد کې لاسليک شوی دی. د معلوماتو له مخې، افغانستان له ياد هېواد څخه هر کال ۵۰۰ کيلو واټه برېښنا واردوي، چې د شوې هوکړې له مخې؛ دغه تړون بيا ځلې لاسليک شوی دی.

اړوند خبرونه