د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ويلي، چې د تېرې لړم مياشتې په اوږدو کې د ټول هېواد په کچه ۱۴۴ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا پيژندپاڼې يې د هېواد په کچه د ۷۹ څانګو له لارې پر ۱۴۳ زره او ۸۰۳ کسانو وېشلې دي. دغه راز په دې مياشت کې د ټول هېواد په کچه ۸ زره او ۹۲۶ نورو هېوادوالو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته چوپړتیاوې هم وړاندې شوې دي.