د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد نن( دوشنبه، لیندۍ پینځمه) په خپل کاري دفتر کې کابل ته د روسیې له راغلي لوړپوړي پلاوي سره کتلي دي.
له ښاغلي مجاهد سره په کتنه کې ددغه پلاوي مشري د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو کوله، چې د ياد هېواد د صدراعظم مرستیال الکسي آویرچوک، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف او ګڼو نورو غړو برخه اخیستې وه.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد روسي پلاوي ته هرکلی ویلی.
روسي پلاوي د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د ملي دفاع وزارت هڅې د افغانستان د امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې ستایلي دي.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو د اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.