د راپورونو له مخې، صهيونيست رژيم او لبنان د اوربند د هوکړې په درشل کې دي.
“اکسيوس” وېبپاڼې په يوه راپور کې د صهيونيست رژيم او امريکايي چارواکو له قوله ويلي، چې صهيونيست رژيم او لبنان د اوربند په درشل کې دي.
د يادې سرچينې په وینا، د دواړو لوريو منځګړيتوب واشنګټن کوي. د ويلو ده، چې د لبنان، صهيونيست رژيم او امریکايي چارواکو د “اکسیوس” راپور ته تر اوسه کوم غبرګون نهدی ښودلی.