د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي يو شاو يونګ سره کتلي دي.
په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او چين پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکاريو او سيمهييزو چارو خبرې کړې دي.
په ياده ناسته کې ښاغلي امير خان متقي له چين هېواد سره د اسلامي امارت اړيکې مثبتې بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په سوداګريزه برخه کې پرمختګونه ستايلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې يو شياو يونګ له ښاغلي اميرخان متقي څخه غوښتې، چې د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي. تر اوسه روښانه نه ده، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکی ناسته به د کوم هېواد په کوربتوب ترسره شي او پر کومو موضوعاتو به خبرې و