ډېر لوستل شوي

پر مسلکي زده‌کړو سمبال لسګونه پوليس د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

د ارزګان امنيه قوماندانۍ، له دوه مياشتو مسلکي زده‌کړو وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې په لسګونه پوليس د ټولنې خدمت ته وړاندې کړي دي.
د ارزګان امنیه قوماندان مولوي محمد رفيق خادم اميد راډيو ته ويلي، چې د پوليسو مسلکي کيدو لپاره يې هڅې ډېرې کړې او ټولو پوليسو ته به هر اړخيزه روزنه ورکړي.
د یادو پولیسو د فراغت په مراسمو کې د ارزګان والي مولوي عنايت الله شجاع ويلي، چې د پوليسو دا زده‌کړې کولی شي؛ د حکومت او ولس ترمنځ اړيکي پياوړې کړي.
دغه راز ښاغلي شجاع زياته کړې، د افغانستان پوځي ځواکونه بايد خپلې وړتیاوې دومره پورته کړي، چې په راتلوونکې کې د نړۍ له مسلمانانو دفاع وکړي.
د ويلو ده، چې په تېرو دوو کلونو کې دا د ارزګان د امنيې قوماندانۍ له لوري ۷مه دوره پوليس دي، چې مسلکي روزنه ورکول کيږي.

اړوند خبرونه