کورنيو چارو وزارت په ننګرهار ولايت کې د لسګونو پوځي وسايطو د بيا ترميم خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع په خپله اېکس پاڼه ليکلي، دغه پوځي وسايط د دې وزارت د تأميناتي چارو معينيت د لوژستيک رياست حمايوي لواء د تخنيکي انجنيرانو له لوري ترميم شوي دي.
په ترمیم شویو پوځي وسايطو کې “هاموې، انټرنېشنل او رېنجر” ډوله موټرې شاملې دي. د ويلو ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم د افغان انجنيرانو پر مټ د تېرې ادارې، له کاره لوېدلي لسګونه پوځي وسايط بيا ترمیم کړي دي.