ډېر لوستل شوي

کندهار کې د افغانستان د ځانبسیاینې کنفرانس پیل شو

د کابل پوهنتون په نوښت، کندهار کې د افغانستان د ځانبسیاینې د زرعون انقلاب لومړی کنفرانس پیل شو.

دې کنفرانس کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري، د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د کندهار والي ملا محمد شیرین آخند، د لوړو زده کړو وزارت علمی مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه، د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د بېلابېلو پوهنتنونو استازو، استادانو او کورنیو او بهرنیو متخصصینو برخه اخیستې وه.

د کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ویلي، چې د تېرو جګړو له امله د هېواد کرنیزه برخه هم زیانمنه شوې او موږ په دې هڅه کې یو چې د نورو برخو تر څنګ، د دې برخې ستونزو ته بنسټيزې حل لارې پیدا کړو او کرنیزه برخه په پښو ودروو.

دغه راز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري ژمنه کړې چې په دې کنفرانس کې به وړاندې کېدونکې علمي مقالې او طرحې د امکان تر بریده په وزارت کې عملي کړي.

دې کنفرانس ته مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپلو خبرو کې ویلي، د هېواد په کرنه کې د عصري وسایلو او نویو میتودونو پر کارونې باید کار وشي. د نوموړي په وینا، دا ډول کنفرانسونه باید په هر ولایت او ولسوالیو کې جوړ شي.

کنفرانس ته د کندهار والي ملا محمد شیرین آخند، د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د کابل پوهنتون رییس او بېلابېلو مسوولینو خپلې ویناوې واورولې. یاده دې شي، چې دا کنفرانس د کابل پوهنتون له لوري جوړ شوی، چې ۳ ورځې به په بر کې ونیسي.

اړوند خبرونه