ډېر لوستل شوي

حسن کاظمي قمي له مولوي اميرخان متقي سره د مخه ‌ښې ليدنه کړې

په افغانستان کې د ايران سفير او د دې هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي اميرخان متقي سره د “مخې‌ښې” ليدنه کړې ده.

د ياد وزارت وياند حافظ ضياءاحمد تکل په يوه خپره کړې خبرپانې کې ويلي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او ايران پر دوه اړخيزو اړيکو او د سيمه‌ييزو بدلونونو په تړاو خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې ښاغلي متقي په کابل کې د ياد هېواد سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي هڅې ستايلې دي. دا په داسې مهال ده، چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت علي رضا بيګدلي د افغانستان لپاره خپل نوی سفير ګومارلی او د افغانستان په چارو کې يې د ايران د ولسمشر د ځانګړي استازي “موقف” ختم کړی دی.

اړوند خبرونه