د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډله د درې اړخیزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه نن (سه شنبه، لیندۍ شپږمه) د پاکستان تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
افغان ۱۹ کلنو د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله څلورمه لوبه کې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دغې لړۍ خپله درېیمه بریا یې هم وګټله.
د متحده عربي اماراتو لوبډلې په تېره لوبه کې افغان لوبډلې ته د ۸۹ منډو هدف ټاکلی و، چې افغان لوبډلې یاد هدف د دوو ویکټو په غورځېدو سره پوره او سیاله لوبډله یې له سترې ماتې سره مخ کړه. یاده دې شي، چې افغان زلمیو ددې لوبلړۍ ۳ لوبې ګټلې او یوازې یوه لوبه یې بایللې ده.