افغاني سرې مياشتې ۱۲ تنه د “سوري زړه په رنځ اخته” ماشومان په کابل کې څلور کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عملياتو په موخه ورپېژندلي دي.
د مسوولينو په خبره، د دغو ناروغو ماشومانو درملنه او عمليات د افغاني سرې مياشتې ټولنې په مالي لګښت ترسره کېږي. د ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم د افغاني سرې مياشتې په مالي لګښت د “سوري زړه په رنځ اخته” د لسګونه ماشومانو درملنه شوې ده.