ډېر لوستل شوي

د عبدالله بن مسعود د ګډو زده‌کړو له قومندانۍ څخه ۱۱۵ تنه ځوان منسوبين فارغ شول

د عبدالله بن مسعود “رض” د جګړه‌ييزو زده کړو قومندانۍ څخه ۱۱۵ تنه ځوان منسوبين فارغ شوي دي.

د ملي دفاع وزارت نن په خپل رسمي اېکس د دغو منسوبينو د فراغت خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د فراغت غونډې په مرسمو کې د مسوولينو له لوري سپارښتنې شوې، چې ورسپارل شوي مسووليتونه د “تقوا او پرهيزګارۍ” په رڼا کې تر سره کړي.

د ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم د ياد وزارت له بېلا بېلو قول‌اردو ګانو څخه په لسګونه ځوان منسوبين له مسلکي، حرفوي او پوځي زده‌کړو وروسته فارغ شوي دي.

اړوند خبرونه