د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په پاکستان کې ۱۴ تنه افغان بندیان له بنده خوشې شوي دي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه بنديان د “تورخم” له لارې خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.
د مسوولينو په خبره، یاد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي و چې له ۱۵ ورځو څخه تر درې میاشتو پورې په بند کې و.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کسانو له ډلې یو شمیر يې مرستندویه بنسټونو ته هم معرفي شوي دي. د ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت د چارواکو په هڅو د ګاونډيو هېوادونو له بندخونو څخه په لسګونه افغان بندیان راخوشې شوي دي.