افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې د پاکستان ۱۹ کلن مات او ددې لوبلړۍ پایلوبه یې په خپل نوم کړه.
د ۱۹ کلنې افغان لوبډلې لوبډلمشر محبوب تسکین د نننۍ لوبې پچه وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغان زلمیو په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۵۰ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۵۱ منډو هدف وټاکه. پاکستانۍ لوبډله د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ونه توانېده چې ټاکلی هدف پوره او لوبه وګټي. افغانستان، پاکستان او متحده عربي امارات ددې لوبلړۍ برخه وو.