ډېر لوستل شوي

پنجشير کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۱۲ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه

په پنجشير کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۱۲ کلنه دوښمني د دې ولايت د والي حافظ محمد اغا حکيم په منځګړيتوب په دوستۍ بدله شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي، دغه ۱۲ کلنه دوښمني د ياد ولايت د والي په منځګړیتوب او د دې ولايت د شخړو د حل کمېټې په هڅو په دوستۍ بدله شوې ده.

د ياد ولايت د شخړو د حل کمېټې مشر ويلي، دغه دوښمني د پنجشير د حصه اول ولسوالۍ په “سفيد چهر” سيمه کې د “وژنو” پر سر راپورته شوې وه. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې په لسګونه پخوانۍ شخړې په دوستۍ بدلې شوې دي.

اړوند خبرونه