د ملي دفاع وزارت د تعليماتو او پرسونل مرستيال حافظ عبدالمجيد د ۲۱۷ عمري قوالاردو د شمال ختيځ زون د حضرت ابوبکر صديق “رض” له نظامي روزنتون څخه ليدنه کړې ده.
ياد وزارت ويلي، چې په دې ليدنه کې ښاغلي عبدالمجيد د يادې قوالاردو د تعليمي مرکز د مسوولينو هڅې ستايلې دي. د ملي دفاع وزارت مرستيال په دې ليدنه کې د مجاهدينو او زدهکوونکو ستونزې له نږدې اورېدلي او د حل په موخه يې د پوره همکاريو ډاډ ورکړی دی.