ډېر لوستل شوي

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه: لوګر او ده سبز ولسوالۍ ته د برېښنا غځونو پر طرحو بحث وشو

د ارګ په مرمرینه ماڼۍ کې پرون(سه شنبه، لیندۍ شپږمه) د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره کړې ده.
دې غونډې ته له اجنډا سره سم د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د تیرپارک جوړولو او په مزارشریف ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو د تخنیکي ارزونې راپورونه وړاندې شول.
د راپورونو له وړاندې وروسته د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونو افغانیو په پانګونې سره د تیرپارک جوړولو او په مزارشریف ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر ځمکه د ۸۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې تاییدې شوې.
همدا راز په دې غونډه کې د لوګر په مرکز پُل علم ښار کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، د کابل په ده سبز سیمه کې د ۵۰ میګاواټه لمریزې برېښنا او د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو هم بحث وشو.
د یادو طرحو د هر اړخیزې ارزونې لپاره جلا جلا کمېټې وټاکل شوې، تر څو خپل راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

اړوند خبرونه