روسي رسنیو د کرملېن ماڼۍ ویاند، دېمتري پیسکوف له قوله راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اسلامي امارت سره د اړیکو جوړول غواړي. پیسکوف زیاته کړې، چې د اړیکو پراختیا مهمه ده ځکه افغانستان روسیې ته نږدې سیمه ییز هېواد دی او باید په بېلابېلو برخو کې اړیکې ورسره پراخې شي.