د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ او امنيتي ځواکونو د پخواني صدراعظم عمران خان د پلويانو د ځپلو لپاره په پلازمېنه اسلاماباد کې پر لاریون کوونکي ډزې کړې دي.
ويلکېږي، د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ په دې اخ او ډب کې ۵۰۰ لاریون کوونکي نیول شوي هم دي.
پولیسو وروسته له هغې پر لاریون کوونکو ډزې وکړي، چې د “تحريک انصاف” ګوند معترضو پلويانو د حکومت له لوري د لاریونونو د پای ته رسولو غوښتنه رد کړه. د ياد هېواد د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په يوه خبري غونډه کې ويلي، چې امنيتي ځواکونو يې لاريون کوونکي “تيت او پرک” کړي دي.