ډېر لوستل شوي

څوارلسو ولایتونو کې د باران او واورې اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د باران، سېلابونو او واورې ورېدو اټکل کړی دی.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، تخار، پنجشېر، بغلان، بامیان، سرپل، جوزجان، دایکنډي، هلمند، کندهار، غور، فاریاب، بادغیس، فراه او هرات هغه ولایتونه دي، چې سبا(پنجشنبه، لیندۍ اتمه) پکې د واورې، باران او سېلاب راوتو اټکل شوی دی.
دې ادارې ویلي، چې په ټیټو ځمکو کې به ورښت د باران او په لوړو سیمو کې به د واورې په بڼه وي.

اړوند خبرونه