ډېر لوستل شوي

کونړ کې د پشد چکډم د جوړېدو چارې پيل شوې

د اوبو او نرژۍ وزارت وایي، په کونړ کې يې د “پشد چکډم” د جوړېدو چارې د څه باندې دوه ميليونه افغانيو په لګښت پيل کړي دي.

دې وزارت په يوه خبرپاڼې کې ويلي، چې د کونړ ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د “پشد چکډم” د جوړېدو چارې د ۲.۲ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې دي.

دغه چکډم د ۳۷.۵ متره په اوږدوالي او د ۶.۵ متره په لوړوالي سره جوړېږي، چې د ۳ زره او ۸۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ياد چکډم د جوړېدو چارې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت او د کونړ د اوبو او انرژۍ رياست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

ويل کېږي، چې يادې چارې به د ۹ اونيو په موده کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.

اړوند خبرونه