ډېر لوستل شوي

کډوالو چارو وزارت له دوو همکارو بنسټونو سره هوکړه ليکونه لاسليک کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له دوو همکارو “بيا رغونې ” او “پراختيايې لار” بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.

دې وزارت ويلي، چې بيا رغونې بنسټ به د دې هوکړې له مخې په هرات، فراه او غور ولايتونو کې ۱۶۰ زره ۹۰۸ راستنېدونکو، ته د بيا مېشتېدنې په برخه کې ۲۰ زره ۱۰۲ امريکايي ډالر ولګوي.

دغه راز به د ټولنيزې او پراختيايي لار مؤسسه په کندز او بدخشان کې د ژمنيو کڅوړو په وېش کې ۳ ميليونه ۷۶۳ زره ۲۰ افغانۍ ولګوي، چې ۲۰۰ راستنې شوې کورنۍ به ترې ګټه واخلي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، چې دا هوکړه ليکونه د دې وزارت د دعوت او ارشاد رييس، د مسلکي مرستيال او د دواړو بنسټونو د استازو له لوري لاسليک شوي دي.

اړوند خبرونه