د اوکراين دفاع وزير رستم عمروف د امنيتي همکارۍ په موخه جنوبي کوريا ته سفر کړی دی.
د ياد هېواد ولسمشر ولادمير زيلينسکي ويلي، چې عمروف د ده په لارښونه جنوبي کوريا ته سفر کړی دی.
د معالوماتو له مخې عمروف ويلي، دغه سفر يې د اوکراين پر خلاف د روانې جګړې پر مهال د شمالي کوريا د دخالت په باب د بحث لپاره کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې نوموړي ويلي وو، چې د جنوبي کوريا له ولسمشر يون سوک يول سره يې د امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره پر ګډو اقداماتو خبرې کړې دي.