د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز په نوښت د “کابل ـ مسکو اړيکو مسير” تر سرليک موضوع باندې علمي بحث شوی دی.
د ياد وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد تکل ويلي، چې دغه علمي بحث کابل ته د روسيې د ملي امنيت سلاکار له سفر وروسته شوی دی.
په دې بحث کې د بهرنيو چارو وزارت درېیم سياسي رييس دکتور ذاکر جلالي ويلي، چې د اسلامي امارت او د روسیې هېواد تر منځ د اړيکو مسير مخ پر ودې روان دی.
دغه راز ښاغلي ذاکر جلالي هيله څرگنده کړې، چې د روسيې له خوا د ځينو سياسي ګامونو له پورته کولو سره به د افغانستان او روسيې ترمنځ په اقتصادي برخه کې لویو پرمختګونو ته لار هواره شي. د خبرپاڼې له مخې، په دغه بحث کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلا بېلو څانګو کارکوونکو او ډیپلوماټانو ګډون کړی وو او د اړوند موضوع په اړه یې خپل نظرونه وړاندې کړي او پر بېلابېلو اړخونو یې بحثونه کړي دي.