د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د “حلال استانبول” د نړيوال نندارتون په څنډه کې د ازربايجان د اقتصاد وزارت له لومړي مرستيال مامدوف سره ليدلي دی.
ياد وزارت ويلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوريو د لاجوردو له لارې څخه د ښې ګتې اخېستنې په تړاو خبرې کړې دي.
دغه راز په دې کتنه کې، ښاغلي مامدوف د افغان دولتي او خصوصي سکټور استازو ته په راتلوونکي نندارتونونو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په ياد هېواد کې د محصولاتو او توليداتو نندارتون پرانېستل شي.
دا په داسې مهال ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وړمه ورځ د ترکيې په رسمي بلنه په “حلال استانبول” ننداتون کې د ګډون په موخه ياد هېواد ته سفر کړی دی.