ډېر لوستل شوي

په سلو زرو کلدارو ښوونکې روباټه؛ د کراچۍ یوه ښوونځي کې تدریس کوي

د پاکستان د اکسپرس ټربيون رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، چې ددې هېواد په کراچۍ ښار کې د لومړي ځل لپاره د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړه شوې ښوونکې روباټه د سلو زرو پاکستانۍ کلدارو تنخوا په بدل کې پر دنده ګومارل شوې ده.

دې روباټې د کراچۍ په یوه خصوصي ښوونځي کې نن درس ورکړی او د زده کوونکو پوښتنې یې هم ځواب کړي دي.

دا روباټه په ۷ میاشتو کې جوړه شوې او په ۲۰ ژبو د خبرو کولو وړتیا لري.

یاده دې شي، چې مصنوعي ځیرکتیا په ټوله نړۍ کې د وګړو دندې له ګواښ سره مخ کړي دي.

اړوند خبرونه