ډېر لوستل شوي

په ننګرهار کې له بېلا بېلو پېښو مخنيوی شوی

د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، چې د دې ولايت په بېلابېلو امنيتي حوزو او ولسواليو کې د “اورلګېدنې، جنايي پېښو او قاچاق” مخنيوی شوی دی.

دې قوماندانۍ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د اوومې امنيتي اړوند سيمه کې د يوې پراخې اورلګېدنې مخنيوی شوی، چې په پايله کې د ۲ لکه او ۵۰ زره افغانيو په ارزښت توکي له سوځېدو ساتل شوي دي.

دغه راز د دويمې او اوومې حوزې اړوند سيمه کې پنځه کسان د مبايلونو او پيسو د غلا په تور نيول شوي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند سيمه کې د يو “قاتل” د نيول کيدو هڅې هم روانې دي.

په ورته وخت کې، امنيتي ځواکونو د ځنګلونو د پرې کولو د مخنيوي ټيم د ۴۲۰ منه سون لرګيو او چاتراشو د قاچاق مخ نیوی کړی او په دې برخه کې یې قومي مشرانو ته لازمې لارښونې هم کړې دی. په ياده خبرپاڼه کې د امنيتي ځواکونو له لوري د ننګرهار ولايت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړل شوی، چې هيڅ وګړي ته اجازه نه ورکول کېږي؛ چې ټولنيز نظم خراب او بې‌نظمي رامنځته کړي.

اړوند خبرونه