د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو افغان پلاوی نن سهار(شنبه، لیندۍ لسمه) تاشکند ته د هغه هېواد په رسمي بلنه تللی دی.
د افغان پلاوي هرکلي ته د یاد هېواد د لومړي وزیر مرستیال خواجه یف او د اسلامي امارت نور استازي ورغلي وو.
ټاکل شوې په دغه سفر کې چې د ازبکستان د چارواکو له خوا رابلل شوی، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې وشي.
تمه کیږي چې ازبکستان ته د افغان پلاوو تګ به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراخه کړي.
یاده دې شي، چې افغانستان او ازبکستان سیمه کې دوه نږدې همکار هېوادونه دي چې اوسمهال له یوه بل سره پراخه سوداګریزه او ډپلوماټیکه راشه درشه لري.